دفتر حساب

کتابچه وتړئ. ستاسو حساب اوس په موبایل کې دی.

پلور یا ترلاسه شوې پیسې په څو ثانیو کې ثبت کړئ او سمدستي وګورئ چې څوک ستاسو څومره قرضدار دی. په افغانیو، ډالرو یا بلې هرې اسعارې، او کله چې انټرنېټ نه وي هم کار کوي.

Google Play: ډېر ژر د وینډوز نسخه

وړیا پیل. نه حساب ته اړتیا شته، نه کارت ته.

د پېرودونکو لړلیک، لکه څنګه چې په اپ کې ښکاري

تاسو همدا اوس هم حساب ساتئ. یوازې په دې ډول نه.

ډېری دوکانونه د مېز لاندې په یوه کتابچه چلېږي. کار ورکوي، تر هغې ورځې چې کار ورنه کړي. دا توپیرونه دي:

له کتابچې سرهله دفتر حساب سره
د هر پېرودونکي پاتې حساب په لاس جمع کوئپاتې حساب د ثبت په شېبه کې سم وي
«ما خو پیسې درکړې وې»: ستاسو خبره د هغه د خبرې په وړاندېد هغه د حساب صورت انځور په واټس‌اپ کې ورولېږئ
یوه لمده یا ورکه پاڼه حساب هم له ځانه سره وړيهر وخت چې وغواړئ بیک‌اپ فایل واخلئ؛ له پریمیم سره په سرور کې هم وي
ستاسو لیک یوازې تاسو لوستلی شئله پریمیم سره، ستاسو شاګرد په خپل کارن نوم په همدې دفتر کې کار کوي
افغانۍ په یوه پاڼه، ډالر په بلهد هر پېرودونکي حساب په خپله اسعاره، په هغه نرخ چې تاسو یې ټاکئ

په درې دقیقو کې پیل وکړئ

  1. نصب یې کړئ او د دوکان نوم ولیکئ

    حساب ته اړتیا نشته. دري، پښتو یا انګلیسي او خپله اصلي اسعاره وټاکئ.

  2. یو پېرودونکی زیات کړئ

    یوازې نوم او د ګرځنده شمېره. پلورونکي هم همداسې زیات کړئ.

  3. پلور یا ترلاسه شوې پیسې ثبت کړئ

    پاتې حساب پخپله جوړېږي. که مو خوښه وي، د حساب صورت پېرودونکي ته ولېږئ.

څه کارونه کوي

پېرودونکي او پلورونکي

هر پلور، ترلاسه شوې پیسې او پاتې حساب، د هر چا لپاره له بشپړ د حساب صورت سره.

بل او بارکوډ

د توکي بارکوډ په کمره سکن کړئ، د بیپ غږ واورئ او شمېر یې ولیکئ: دانه، کیلو یا کارتن.

راپورونه او چاپ

نغدې پیسې، پلور او پاتې حسابونه. رسید په A4، A5 یا د رسید په کوچني پرنټر چاپ کړئ.

له یوې سوداګرۍ زیات

ستاسو دوکان او ګدام، هر یو له خپل دفتر سره.

تېروتنه په ښکاره سمېږي

غلط سند سم یا ړنګ کړئ؛ تاریخچه یې ساتي، څو هېڅوک حساب پټ بدل نه کړي.

بیک‌اپ

هر وخت چې وغواړئ بیک‌اپ فایل واخلئ. پریمیم ستاسو دفتر په سرور او Google Drive کې هم ساتي.

وړیا او پریمیم

وړیا

په یوه موبایل یا کمپیوټر کې د یوه کوچني دوکان لپاره

  • په هره سوداګرۍ کې تر ۱۵ فعالو پېرودونکو پورې
  • بشپړ له انټرنېټ پرته؛ دفتر مو په خپله وسیله کې پاتې کېږي
  • د حساب صورت او راپورونه د انځور په بڼه
  • په فایل کې بیک‌اپ

پریمیم

د هغې سوداګرۍ لپاره چې وده کوي او شاګردان لري

  • هر څومره پېرودونکي چې اړتیا لرئ
  • شاګردان له خپلو کارن نومونو سره
  • یو دفتر په څو موبایلونو او کمپیوټرونو کې، یو له بل سره همغږی
  • آنلاین او Google Drive بیک‌اپ
  • ۱۶ PDF او Excel راپورونه
  • میاشتنی یا کلنی، له وړیا ازمېښتي مودې سره

هر وخت چې وغواړئ له وړیا څخه پریمیم ته لاړ شئ. ټول اسناد درسره ځي. د پریمیم بیه له موږ وپوښتئ: support@jebran.app

هغه پوښتنې چې خلک یې له موږ کوي

رښتیا له انټرنېټ پرته کار کوي؟

هو. وړیا نسخه هېڅکله انټرنېټ ته اړتیا نه لري. پریمیم هم له انټرنېټ پرته کار کوي او کله چې وصل شي، پخپله همغږی کېږي.

که مې موبایل ورک یا خراب شي څه به کېږي؟

په وړیا نسخه کې ستاسو دفتر یوازې په همغه موبایل کې دی؛ نو کله ناکله بیک‌اپ فایل واخلئ (امستنې › بیک‌اپ) او بل ځای یې وساتئ، د بېلګې په توګه ځان ته یې ولېږئ. له پریمیم سره، په نوي موبایل کې ننوځئ او هر څه په خپل ځای وي.

یوه اندازه مې غلطه ولیکله. سمېدای شي؟

هو، سم یا ړنګ یې کړئ. تاریخچه لغوه شوی سند ساتي، څو دفتر تل وښيي چې څه شوي دي.

زما شاګرد هم کارولی شي؟

هو، له پریمیم سره. هر څوک په خپل نوم ننوځي او یوازې هغه څه ویني چې تاسو اجازه ورکړې.

رسید چاپېږي؟

هو: A4، A5 او د ۸۰ او ۵۸ ملي‌متري رسید پرنټرونه. راپورونه هم چاپېږي.

وړیا نسخه رښتیا وړیا ده؟

هو. محدودیت یې په هره سوداګرۍ کې ۱۵ فعال پېرودونکي دي، نه څو ورځې.

زما حسابونه څوک ویني؟

په وړیا نسخه کې هېڅوک؛ ستاسو له وسیلې بهر نه ځي. په پریمیم کې زموږ په سرور کې ساتل کېږي، نه پلورل کېږي او نه چا ته ورکول کېږي. جزییات د محرمیت په تګلاره کې دي.

لنډې ویډیوګانې

څنګه خپله سوداګري جوړه کړئ، پېرودونکی زیات کړئ او پلور ثبت کړئ. همدا ویډیوګانې په اپ کې هم د امستنې › زده‌کړه لاندې شته.

لومړۍ ویډیوګانې په لاره کې دي.

ډاونلوډ

اندروید

له Google Play څخه یې نصب کړئ. نوې نسخې پخپله راځي.

Google Play: ډېر ژر

وینډوز

د نصب فایل ډاونلوډ او پرانیزئ. د نوې نسخې په نصبولو ستاسو دفتر په خپل ځای پاتې کېږي.

د وینډوز نسخه

Windows 10 / 11 (64-bit) · 16 MB

څرنګه چې د نصب فایل نوی دی، وینډوز ښايي ووايي «Windows protected your PC». په «More info» او بیا په «Run anyway» کلیک وکړئ. د نصب فایل یوازې له همدې وېب‌پاڼې واخلئ.

زموږ له خوا څو خبرې

دفتر حساب یو کوچنی ټیم، Khalil & Friend، جوړوي. موږ یې ستاسو په څېر دوکانونو ته ګام په ګام جوړوو. که کوم شی ستاسو د دوکان له کار سره سمون نه خوري، support@jebran.app ته ولیکئ. موږ هر پیغام لولو.